ایکنا - که څه هم د لویدیځو هیوادونو په رسنیو کښې د ایران له یهودیانو سره د بد چلند په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد زیات تبلیغات او پروپاګنډې کیږي خو حقیقت دا دی چې په ایران کښې د یهودیت پیروان په خپل هیواد کښې په خپل ژوند او خپل میراث افتخار او ویاړ کوي.
د خبر لمبر: 3490706 خپرونې تاریخ : 2025/02/26
ایکنا-(تهران) حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د غزې په وروستیو پيښو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم پوځي او عملیاتي ناکامیو ته په اشارې سره وفرمائيل؛ځیني اسلامی حکومتونه په ظاهره په ټولنو کې ، د وحشي صهیونیسټي رژیم جنایتونه محکوموي ، او ځیني نورو هم تر اوسه نه دي محکوم کړي ، خو دا د منلو وړ نه ده ، اصلی کار دا دی چې د صهیونیسټي رژيم حیاتی شریان او بهیر غوڅ شي او اسلامی حکومتونه دغه رژيم ته د انرزۍ او شیانو د رسیدا مخه ونیسي.
د خبر لمبر: 3488295 خپرونې تاریخ : 2023/11/19
ایکنا-(تهران)ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرامیرعبداللهیان په انقره کې د ترکیې له خارجه وزیر چاووش اوغلوسره په ګډ خبری کنفرانس کې په افغانستان کښې د بدلونونو او له زده کړې او کار څخه د میرمنو او نجونو په بې برخې کولو کښې د افغانستان د موقته حکومت کړنلاره د اسلام د مبین دین له رحماني نظر سره په ټکر کښې وبلله.
د خبر لمبر: 3486769 خپرونې تاریخ : 2023/01/18